وردګو کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید مرګ ژوبله نه لري

19 سرطان 1399 ساعت 10:11

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې میدان وردګ ولایت کې د افغان ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې موټر بم برید شوی خو په وینا یې مرګ ژوبله نه لري.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې میدان وردګ ولایت کې د افغان ځواکونو یوې پوستې ته نېږدې موټر بم برید شوی خو په وینا یې مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن پنشنبې د چنګاښ ۱۹ مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شېخ آباد په سمیه کې شوي دی.

د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزی وايي، موټر بم برید هدف ته تر رسېدو مخکې چاودنه کړې، چې په کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د والي ویاند زیاتوي، چې د سیمې خلکو ته مالي زیانونه رسېدلي او په برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په سیمه کې عیني شاهدان هم د برید د پخلي تر څنګ وايي، په برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د کندهار په شاولي کوټ ولسوالي کې د پولیسو په یوه مرکز په موټر بم برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com