کاناډا او استرالیا:

طالبان دې له تاوتریخوالي په ډکو کړنو د سولې فرصت نه ضایع کوي

19 سرطان 1399 ساعت 10:38

په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې وايي، د طالبانو اوسنۍ تاوتریخوالی د منلو نه دي.


په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې وايي، د طالبانو اوسنۍ تاوتریخوالی د منلو نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفیران په یوه ګډه اعلامیه کې په دغه اعلامیه کې راغلي، د تاسف او خواشینۍ ځای دی چې طالبان پر افغان ځواکونه بریدونه کوي او هغه سرتېري په نښه کوي چې د خپلو هېوادوالو امنیت تامینوي.
 
په اعلامیه کې د دوی له قوله راغلي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل د جدي اندېښنې وړ دي او په وینا یې نور هېوادونه هم باید په دې دریځ کې د کاناډا او استرالیا ترڅنګ ودرېږي.
 
دوی زیاته کړې، طالبانو بریدونه ډېر کړي، د بشري حقونو پر فعالینو بریدونه کوي، علما په نښه کوي او نا امني یې ډېره کړې ده.

دغه سفیران وایي، دا د حیرانتیا خبره ده چې د نړیوالو د سولې له هڅو سره سره طالبان جګړه کوي او د خپلو افغانانو غږ ته غوږ نه نیسي.
 
د کاناډ او استرالیا سفیرانو ټینګار کړي، چې افغانان سولې ته اړتیا لري، د سولې تږي دي، جګړه باید ودرول شي، بین الافغاني خبرې پیل شي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې له تاوتریخوالي په ډکو کړنو نه ضایع کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 129343

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129343/

جمهور
  https://www.jomhornews.com