امریکا ته د پاکستان هوايي شرکت مستقیم پروازونه لغوه شول

21 سرطان 1399 ساعت 9:30


پاکستاني رسنۍ وايي، د امریکا د ترانسپورټ وزارت دغه هېواد ته د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (پي ای اې) د الوتکو مستقیم پروازونه لغوه کړل.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې  د دغه شرکت پروزاونه ځکه لغوه شوي، چې ویل کېږي د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو په اړه اندېښنې موجودې دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې د (پي ای اې) ویاند عبدالله خان دا موضوع ورته تایید کړې او ویلی یې دي چې د امریکا د دې پرېکړې په اړه یې یو ایمیل ترلاسه کړی دی.

د امریکا د دې پرېکړې علت د یاد هوایي شرکت د خوندیتوب او د پیلوټانو د اسنادو په اړه شته اندېښنې یادې شوي.

پاکستان وروسته له هغه چې تېره میاشت د ځینو پیلوټانو د اسنادو د جعل په اړه معلومات ترلاسه کړل یو په درېیمه برخه پیلوټان یې له پروازه منع کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129385

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129385/

جمهور
  https://www.jomhornews.com