د ډنډپټان او انګور اډې سوداګریزه لارې خلاصې شوې

21 سرطان 1399 ساعت 9:33

د پکتيا او پکتيکا ولايتونو چارواکي وايي، د ډنډپټان او انګور اډې لارې د افغانستان او پاکستان د امنيتي منسوبينو له لوري د دوه اړخيزه سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.


د پکتيا او پکتيکا ولايتونو چارواکي وايي، د ډنډپټان او انګور اډې لارې د افغانستان او پاکستان د امنيتي منسوبينو له لوري د دوه اړخيزه سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتيا د سوداګرۍ د خونو رئيس عبدالنصير عالميار وايي، پر ډيورنډ فرضي کرښې د ډڼډ پټان لارې د پرانېستې په ياد مراسمو کې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ځينو آفسرانو او د غټو موټرو يو شمېر چلوونکو برخه اخيستې وه.

دی زیاتوي، چې په سوداګريزو مالونو بار پنځه لارۍ موټر د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته نن راواوښتلې، خو زياته يې کړه چې سر له سبا به د صادراتو لړۍ هم پيل شي.

په پکتيکا کې د اتم سرحدي کنډک قوماندان ډګروال عزيز احمد بهادر ویلي، د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې لاره هم نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د موټرو پرمخ پرانېستل شوه.

د یادونې ده، د دريو مياشتو راهيسې چې په سوداګريزو مالونو بار ګڼ شمېر موټر يې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولاړ وو، تر اويا ميليونه زياتې افغانۍ سوداګرو ته زيان رسيدلی دی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 


د مطلب کود: 129387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com