۰
ملا خیرالله خیرخوا:

موږ د سمې له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یو استازی ملا خیرالله خیرخوا هغه راپورنه په کلکه رد کړي، چې ګڼې روسیې دوی ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې انعامه ورکول.
موږ د سمې له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو
د وسله والو طالبانو د قطر دفتر یو استازی ملا خیرالله خیرخوا هغه راپورنه په کلکه رد کړي، چې ګڼې روسیې دوی ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې انعامه ورکول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خیرخوا په یوه تازه مرکه کې ویلي، طالبان د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي، خو دا راپورونه بې بنسټه دي، چې ګڼې روسیې طالبانو ته انعامونه ورکړي.

د هغه په وینا دا د افغان حکومت او امریکا د استخباراتي کړیو ګډ پلان دی، چې غواړي په دې توګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت وغځوي.

نوموړي ټينګار کړي، چې په دې اړه معلومات نه لري، خو په وینا یې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه کې ژمنه شوې، چې یو پر بل به بریدونه نه کوي.

ملا خیرالله خیرخوا ویلي، طالبان بین الاافغاني خبرو ته بشپړ چمتوالی لري، خو په وینا یې، چې کله د زندانیانو د خلاصون مسله حل شي.

نوموړی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې روسیې هم تازه بیا دغه راپورونه چې ګڼې  افغان طالبانو ته یې د امریکایي سرتېرو د وژنې پر سر انعامونه ورکړي په کلکه رد کړي دي.

د روسیې لوړ پوړو چارواکو دغه  ادعاوې بې بنسټه بللې وايي، ورته موضوعاتو د مسکو او واشنګټن اړیکې نورې هم ترینګلې  کړې  دي.

د یادونې ده، چې د امریکايي سرتېرو د وژنې پر سر طالبانو ته د انعام ورکولو راپورونه نیویارک ټایمز او ځینو نورو امریکايي رسنیو خپاره کړل.

د دغه راپورونو تر خپرېدو وروسته امریکا کې د ننه د ټرمپ پر اداره نیوکې  زیاتې شوې او یو شمېر امریکایي استازو ټرمپ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له امنیت څخه بې خبره وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي