د کرونا له امله د افغانستان د ګمرکونو عوايد ۱۰ میلیارد افغاني کم شوي

21 سرطان 1399 ساعت 17:26

د مالیې وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس له امله د هېواد په ګمرکونو کې ۱۰ میلیارد افغانۍ کمښت راغلی دی.


د مالیې وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس له امله د هېواد په ګمرکونو کې ۱۰ میلیارد افغانۍ کمښت راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن شنبې د چنګاښ ۲۱ کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د افغانستان عواید یوازې د ګمرکونو په برخه کې ۱۰ میلیارد افغاني کم شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه ورنه کړل، خو په وینا یې دا وروستي ارقام دي، چې تېره اونۍ په مالیې وزارت کې ثبت شوي دي.

د هغه په وینا دا کمښت په پرتلیزه ډول ثبت شوي یعنې دا چې هغه عواید چې تر اوسه راټول شوي نسبت و هغو عوایدو ته چې تېر کال په همدې موده کې راټول شوي و، کابو ۱۰ میلیارده افغانۍ کمښت ښيي.

هغه د ګمرکاتو د عوایدو د کمښت لامل د کرونا ویروس خپرېدل وبلل او ټينګار یې وکړ، چې ښايي نور هم په عوایدو کې  کمښت راشي، ځکه لارې سل په سله نه دی خلاصې شوې.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 129418

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129418/

جمهور
  https://www.jomhornews.com