جامعه الاازهر د افغانستان د جګړې په اړه د فتوا راپورونه رد کړل

21 سرطان 1399 ساعت 17:30

د مصر الاازهر جامعې په یوه لنډ پیغام کې جمهور خبري آژانس ته هغه راپور رد کړ، چې ګڼې د دغه جامعې وتلي دیني عالم پروفیسو شیخ احمد الطیب د افغانستان د جګړې په اړه کومه فتوا ورکړې ده.


د مصر الاازهر جامعې په یوه لنډ پیغام کې جمهور خبري آژانس ته هغه راپور رد کړ، چې ګڼې د دغه جامعې وتلي دیني عالم پروفیسو شیخ احمد الطیب د افغانستان د جګړې په اړه کومه فتوا ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لنډ پیغام کې لیکلي«هغه ادعاوې، چې جمهور خبري آژانس د پروفیسور احمد الطیب له قوله د افغانستان د جګړې، د افغان ځواکونو په اړه خپرې کړې، په کامله توګه ردو، ټینګار کوو، چې دغه ادعاوې کاملآ ناسمې او د ټوېټر د جعلي حساب پاڼې له خوا خپرې شوې دي.»

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ ځینو ځینو رسنیو د مصر دالاازهر د شیخ په قول داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګڼې شیخ احمد الطیب په یوه ټوېټ کې د افغانستان جګړه مطلقآ حرامه بللې ده.

په دغه ټوېټ کې لیکل شوي وو« د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ملګرو را څخه د افغانستان د جګړې په اړه پوښتلي و، ما پخوا هم ویلي و اوس یو وار بیا هم وایم چې په افغانستان کې جګړه مطلقاً حرامه ده او دا جګړه ورور وژنه ده، په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول اوسمهال چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، نو دا جګړه د مسلمانوژنې جګړه ده او افغان امنیتی ځواکونه په دغه جګړه کې پرحقه دي او هر وژل شوی سرتېری یې شهید دی.  طالبانو جهالت ته ترجیح ورکړې او له دې امله د طالب د مړي جنازه روا نه ده.»

په ټوېټ کې په افغانستان کې د دوو مهمو دیني عالمانو وژل کېدو ته په اشارې لیکل شوي وو«په پام کې وه چې شهید ورور دوکتور ایاز نیازی د افغانستان ستر عالم به په یوه لویه اسلامي مجمع کې د افغان جګړې په تړاو راسره وي.

په وینا یې طالبانو دغه عالم شهید کړ، له  الله ج څخه غواړم چې دوکتور ایاز نیازی او مولوی مفلح ته جنتونه ورکړي او طالبان سمې لارې ته راولي.
خو اوس د الاازهر ټولنې په ټينګار سره دغه راپورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې دا د شیخ د اصلي ادرس څخه نه بلکې د جعلي حسابونو له خوا خپاره شوي، چې کاملآ ناسم دي.

په دغه پیغام کې د الاازهر د شیخ الطیب د فسبوک، د الاازهر شریف د فسبوک، ټوېټر، اینستاګرام، او کانال چې په عربي او انګلیسي دي اصلي ادرسونه هم خپاره شوي دي.

په فسبوک کې امام اکبر شیخ الازهر : https://www.facebook.com/GrandImam
فسبوک کې د الاازهر شریف ادرس (عربي) : https://www.facebook.com/OfficialAzharEg/
انګلیسي فسبوک پاڼه کې د الاازهر شریف ادرس ) ): https://www.facebook.com/Al-Azhar-Al-Sharif-120947462632081 /

په ټوېټر د الازهر شریف حساب: https://twitter.com/AlAzhar
په اینستاګرام کې د الازهر شریف حساف: https://www.instagram.com/OfficialAzhareg/
په کانال کې د الازهر شریف حساب: https://www.youtube.com/channel/UC9rl8fUlMM0BxTQKKGP5YzQ

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129420

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129420/

جمهور
  https://www.jomhornews.com