صدیقي:

هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي

22 سرطان 1399 ساعت 15:16

افغان حکومت وايي، هغه وخت را رسېدلی، چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، ځکه په وینا یې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړي دي.


افغان حکومت وايي، هغه وخت را رسېدلی، چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، ځکه په وینا یې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي اوس هغه وخت رارسېدلی چې طالبان له خپلو ظلمونو لاس واخلي او په واقعي توګه د سولې پروسې ته داخل شي.

صدیقي زیاته کړې«په ښارونو کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی، د هېواد په امنیتي ځواکونو بریدونه، د سړک غاړې د ماین چاودنې چې ولسي خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي او د دولتي کارکوونکو په نښه کول هغه څه دي چې تلپاتې سولې او بین الافغاني خبرو د پیل کېدو په اړه یې د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړي دي.»

حکومتي چارواکي وايي د تاوتریخوالي کمښت د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک یوه برخه ده چې طالبان ورته ژمن نه دي.

د ملي امنیت شورا تېره ورځ ویلي وه چې په تېره یوه اونۍ کې طالبانو په ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي دي.

دغې شورا طالبان تورن کړي او زیاته کړې یې ده چې طالبانو داسې مهال خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لپاره هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129446

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com