پخوانی ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې وايي، د تاوتریخوالي دوام د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي ویلي، روانه جګړه په اصل کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي.
نوموړي ټینګار کړي، چې د جګړې ښکیلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي.
ښاغلي کرزي ویلي، په افغانستان کې د جګړو او نظامي عملیاتو دوام د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې روانه پروسه ناکامه او جګړه دوامداره شي.
کرزي یو ځل بیا له ښکیلو خواوو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځه شوی فرصت دې نه ضایع کوي او ژر تر ژره دې د سولې لپاره چټک اقدامات تر سره کړي.
هغه په غزني او وردګو کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې غندلي، او د ملکیانو وژل یې ستر بشري جنایت بللی دی.
کرزي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو او کورنیو بنسټونو له طالبانو د جګړو د کمولو غوښتنه کړې وه.
افغان حکومت هم ویلي، چې د طالبانو له لوری د تاوتریخوالي دوام د سولې پر وړاندې خنډ دی او د نړیوالو او افغانستان د خلکو هیلې زیانمنوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي اوس هغه وخت رارسېدلی چې طالبان له خپلو ظلمونو لاس واخلي او په واقعي توګه د سولې پروسې ته داخل شي.