طالبان:

د بین الاافغانی مذاکراتو ژر پیل غواړ، خو چې د بندیانو پروسه بشپړه شي

22 سرطان 1399 ساعت 15:45

وسله والو طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د بین الاافغاني پیل ته ژمن دي او ژر یې غواړي، خو په وینا یې د بندیانو پروسه باید بشپړه شي.


وسله والو طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د بین الاافغاني پیل ته ژمن دي او ژر یې غواړي، خو په وینا یې د بندیانو پروسه باید بشپړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د بین الافغاني مذاکراتو پيل ځکه ضرور دی، چې دوی د جګړې د کمښت او ختمیدو لپاره لار ولټوي.

نوموړي زیاته کړې«هرڅه ژر باید د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل او بین الافغاني مذاکرات پيل شي، همدا د ستونزو حل ته واقعي لاره او منطقي دريځ دی.»

هغه د افغان حکومت دې څرګندونو ته غبرګون کې چې ویلي یې دي طالبان باید تر خبرو مخکې تاوتریخوالی کم کړي؛ ویلي، دا غوښتنه غیر منطقي ده او په خبره یې که څوک جګړه نه غواړي، نو بیا د مذاکراتو د پيل لپاره خنډونه ولې ایجادوي.

 ذبیح الله مجاهد ویلي، باید اجازه ورکړل شي چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې چې د افغانانو او بین المللي ټولنې غوښتنه هم ده نتیجې ته ورسیږي.

خو په ورته وخت کې افغان حکومت ویلي، طالبان باید د بین الاافغاني خبرو د پیل او سولې ته د رسېدو لپاره تاوتریخوالی کم او جګړه ودروي، ځکه په وینا یې د تاوتریخوالي دوام د افغانانو او نړیوالو هیلې زیانمنوي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې  د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې وايي، د تاوتریخوالي دوام د سولې  پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

ښاغلي کرزي ویلي، روانه جګړه په اصل کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي نو ځکه په وینا یې د جګړې ښکیلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي.

ښاغلي کرزي ویلي، په افغانستان کې د جګړو او نظامي عملیاتو دوام د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې روانه پروسه ناکامه او جګړه دوامداره شي.

کرزي یو ځل بیا له ښکیلو خواوو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځه شوی فرصت دې نه ضایع کوي او ژر تر ژره دې د سولې لپاره چټک اقدامات تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129449

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129449/

جمهور
  https://www.jomhornews.com