افغان او پاکستاني چارواکو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

22 سرطان 1399 ساعت 15:49

د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي، افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم کې د سوداګریزو چارو پر پراختیا او اسانتیا خبرې کړې دي.


د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي، افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم کې د سوداګریزو چارو پر پراختیا او اسانتیا خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام ویلي، په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل او د ننګرهار د ګمرک رییس نصرالله صاحبزاده په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره ګډه غونډه درلوده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې په تورخم او نورو بندرونو کې پر ستونزو او خنډونو خبرې شوې دي او دواړو لورو ژمنه کړې ده چې دغه ستونزې به حل کوي.

افغان سفیر په دې غونډه کې ویلي، پاکستانی لوری دې افغان سوداګرو ته ستونزې نه جوړوي بلکې دوی ته دې اجازه ورکړي چې په ازاده فضا کې خپلې سوداګرۍ ته ادامه ورکړي.

پاکستاني لوري هم ژمنه کړې چې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې به اسانتیاوې لا ډېروي.

دوی ددغه ډول غونډو پر دوام هم خبرې کړې دي او په خبره یې په راتلونکې کې به د ستونزو د هواري لپاره ورته نورې غونډې هم کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ډنډپټان او واړه سوداګریزې لارې هم د سوداګرو پر مخ خلاصې شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129450

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/129450/

جمهور
  http://jomhornews.com