افغان حکومت ۱۲ نور طالب زندانیان خوشي کړي دي

22 سرطان 1399 ساعت 17:53

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو ۱۲ نور بندیان هم خوشي کړي دي.


د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو ۱۲ نور بندیان هم خوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه طالب زندانیان نن یکشنبې د چنګاښ ۲۲ مه د هرات ولایت له محبس څخه خوشي شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، خوشې شویو طالب بندیانو ژمنه کړې چې بیا به د جنګ میدان ته نه‌ځي او د سولې لپاره به کار کوي.

د هرات د والي ویاند په وینا تر اوسه پورې د هرات له محبسه ۷۵ طالب بندیان خوشې شوي دي.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو هم د افغان حکومت ۱۷ تنه زندانیان خوشي کړي وو.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو څه باندې ۴ زره بندیان خو طالبانو بیا تر اوسه تر ۶ سوه پورې افغان زندانیان خوشي کړي دي.

د زندانیانو د تبادلې پروسه لا هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الاافغاني خبرو د پیل پر وړاندې لوی خنډ دی، ځکه طالبان د ۵ زره زندانیانو په خوشي کېدو ټینګار کوي، خو افغان حکومت وايي، په دغه لېست کې کابو ۶ سوه هغه زندانیان هم دي، چې حق العبدي دوسیې او په جنایتونو کې لاس لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com