کمانډویانو لوګر کې د طالبانو بریدونه مات کړي

23 سرطان 1399 ساعت 9:12

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه مات او پر شاه یې تمبولي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه مات او پر شاه یې تمبولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۲۳ مه ویلي، طالبانو تېره شپه د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستونو ډلیز بریدونه پیل کړي.

دفاع وزارت وايي، د طالبانو له بریدونو سره سم افغان کمانډو ځواکونو پر وخت اقدام وکړ، د طالبانو بریدونه یې مات او هغوی یې په شاه وتمول.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې ۳ طالبان هم وژل شوي، دوه میله کلاشنکوفونه او یوه اندازه مهمات او تجهیزات یې د کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي، چې د افغان حکومت په وینا دا خپله د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com