سټار انډسټرایپز:

د افغانستان د راتلونکې په اړه د طالب مشرانو تر منځ ژور اختلافات شته

23 سرطان 1399 ساعت 9:53

سټار انډ سټرایپز نشریه په یوه اوږده مقاله کې د طالب مشرانو او قوماندانو له قوله ویلي، چې د دوی د مشرانو تر منځ د افغانستان د راتلونکې په اړه ژور اختلافات شته دي.


سټار انډ سټرایپز نشریه په یوه اوږده مقاله کې د طالب مشرانو او قوماندانو له قوله ویلي، چې د دوی د مشرانو تر منځ د افغانستان د راتلونکې په اړه ژور اختلافات شته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رسنۍ په مقاله کې زیاته کړې، چې دوی له بېلو طالب مشرانو او قوماندانو سره خبرې کړې او هغوی په جګړه ټینګار لري.

د مقالې لیکوال ویلي، له دې داسې ښکاري، چې په دغه ډله کې د افغانستان د راتلونکې په اړه ژور اختلافات شته دي او دا اختلافات یې د بشري حقونو، بیان ازادۍ، ولسواکۍ او نورو مسایلو په اړه هم شته دي.

په کونړ کې د طالبانو یوه مهم قومندان دغه نشریې ته ویلي چې دوی د افغان حکومت تر بشپړختمولو پورې جګړې ته ادامه ورکوي.

دغه قوماندان ټینګار کړي، چې  طالبان په افغانستان کې د سل سلنه واک غوښتونکي دي او دا میدان به په جګړه ګټي.

دغه قوماندان زیاته کړې، چې دوی امریکایي ځواکونه مات کړي، افغان حکومت هم ماتوي او په خبره یې د حکومت تر بشپړ ختمېدو جګړې ته ادامه ورکوي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ هم د طالبانو ویاند د افغان حکومت پر وړاندې پر جګړه ټینګار کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 129468

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129468/

جمهور
  https://www.jomhornews.com