۰
ایرو ایشیا:

پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې دومخۍ او د طالبانو ملاتړ کوي

دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
ایروایشیا نشرې په یوه مقاله کې ویلي، چې پاکستان لا هم د افغانستان په اړه دوه مخې پالیسي مخ ته وړي او خپله ګټه د طالبانو په ملاتړ کې بولي.
پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې دومخۍ او د طالبانو ملاتړ کوي
ایروایشیا نشرې په یوه مقاله کې ویلي، چې پاکستان لا هم د افغانستان په اړه دوه مخې پالیسي مخ ته وړي او خپله ګټه د طالبانو په ملاتړ کې بولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مقالې لیکوال ویلي، پاکستان له طالبانو سره نږدې دېرش کلنه اړیکه لري او لا هم د دغه ډلې سخت ملاتړی دی.

په مقاله کې ویل شوي، که ټول امریکایي عسکر له افغانستان وځي دا د پاکستان او طالبانو په ګټه ده، نو له همدې امله پاکستان غواړي ځان د افغانستان د سولې مسئلې ته ژمن وښيي.

سرچینه کاږي ایران او روسیه هم په خپل وار په افغانستان کې مداخله کوي چې دا هر څه به په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې وضعیت خورا ترینګلی کړي.

 نشریه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتونکې ده او په وینا یې پر پاکستان باید فشارونه ډېرشي چې په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان لا هم د هغو ترهګرو چې په افغانستان او هند کې بریدونه کوي، ملاتړی دی او پر ضد یې کوم اقدام نه دی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي