پروان، بدخشان او غور کې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي دي

23 سرطان 1399 ساعت 11:46

سیمه ییز چارواکي وايي، پروان، بدخشان او غور ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو پر مهال ۱۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، پروان، بدخشان او غور ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو پر مهال ۱۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په اشتر او نمک آب کلیو، د بدخشان د ارغنجخو ولسوالۍ او غور کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د پروان امنیتي سرچینې وايي، طالبانو په دغه برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي، پنځه ټپیان شوي او درې نور تري تم شوي دي.

سرچینه زیاتوی، جګړې څلور ساعته دوام درلود، چې په کې څلور طالبان هم وژل شوي او نورو له سیمې پښې سپکې کړې دي.

بل خوا د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، ارغنجخو ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې ۷ سیمه ییز او ملي پولیس وژل شوي دي.

دی زیاتوي، چې د افغان ځواکونو ځوابیه برید کې بیا پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

بل خوا د غور امنیه قوماندان وايي، په دغه ولایت کې هم د طالبانو په یوه برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دریو واړه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129470

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129470/

جمهور
  https://www.jomhornews.com