افغان حکومت په تېرو څو ورځو کې ۱۸۰ نور طالب زندانیان خوشي کړي

23 سرطان 1399 ساعت 11:53

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت په تېرو څو ورځو کې طالبانو ۱۸۰ نور زندانیان هم ورخوشي کړي دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت په تېرو څو ورځو کې طالبانو ۱۸۰ نور زندانیان هم ورخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبې په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

نوموړي ویلي، افغان حکومت په تېرو څو ورځو کې ۱۸۰ نور طالب زندانیان هم خوشي کړي، چې په دې سره د حکومت له خوا تر اوسه پورې د خوشي شویو طالب زندانیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېده.

فیصلي ویلي، طالبان د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي، چې په وینا یې تر اوسه یې نه یوازې د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان نه دي خوشي کړي، بلکې د افغان وژنې ته یې هم دوام ورکړی دي.

د ملي امنیت شورا ویاند پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کندهار چارواکو په وینا پرون یکشنبه د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه۳۳ طالب بندیان ازاد شول.

د دې ترڅنګ د هرات ولایت چارواکو هم د تیرې شنبې په ورځ د دغه ولایت له زندان څخه د ولسمشر غني د حکم په اساس د ۱۲ طالب بندیانو د ازادېدو خبر ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129472

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129472/

جمهور
  https://www.jomhornews.com