بغلان کې د طالبانو یو پوځي مسوول ملا ذاکر ګجر وژل شوی

23 سرطان 1399 ساعت 12:07

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول له پنځو نورو طالبانو سره یو ځای د افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول له پنځو نورو طالبانو سره یو ځای د افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې ۲۱۷ پامیر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وژل شوی پوځی مسوول طالب ملا ذاکر نومېږي او په ګجر مشهور دی.

خبرپاڼه وايي، ملا ذاکر ګجر د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول و، چې پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۲ مه تر غرمې وروسته د یادوې ولسوالۍ په زور ابي سیمه کې و وژل شو.

اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبانو د دوشي ولسوالۍ په زور ابي سیمه کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړلو چې افغان ځواکونو هم په مقاومت او ځوابیه برید لاس پورې کړ.

سرچینه وايي له ملا ګجر سره په دغه جګړه کې پنځه نور طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 


د مطلب کود: 129474

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129474/

جمهور
  https://www.jomhornews.com