د سمنګان د ملي امنیت ریاست مخې ته درنه چاودنه شوې

23 سرطان 1399 ساعت 12:34

راپورونه وایي، د سمنګان ولایت د ملي امنیت ریاست او شاوالۍ مخې ته درنه چاودنه شوې، او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه وایي، د سمنګان ولایت د ملي امنیت ریاست او شاوالۍ مخې ته درنه چاودنه شوې، او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۲۳ مه غرمه مهال د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي تاییدوي، چې د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ مخې ته درنه چاودنه شوې، چې په وینا يې ښايي موټر بم وي.

نوموړي د مرګ ژوبلې او زیان په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل، چې له پټلونو ورروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د ایبک ښار د ملکي روغتون سرچینې وايي، د پېښې له ځایه تر اوسه دوی ته له ۴۰ زیات ټپیان وروړل شوي دي، خو دا چې ملکي دي، که نظامي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 


د مطلب کود: 129478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com