هند او افغانستان د واګه بندر له لارې سوداګري پراخوي

24 سرطان 1399 ساعت 12:07

په اسلام آباد کې افغان سفیر وايي، د جولای په ۱۵ مه به هند او افغانستان د پاکستان د واګه بندر له لارې سوداګري پیل کړي.


په اسلام آباد کې افغان سفیر وايي، د جولای په ۱۵ مه به هند او افغانستان د پاکستان د واګه بندر له لارې سوداګري پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې لطف الله عاطف مشعل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان صادرات به د جولای په پنځلسمه د پاکستان واګه بندر له لارې د کرونا وایروس د مخنیوي د میکانیزم په پام کې نیولو سره دوباره پیل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د واګې بندر په پرانیستلو سره به د افغانستان محصولات د هند، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو مارکیټونو ته ورسېږي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره د شوو هوکړو له مخې غواړي د سوادګرۍ او ترانزیت په برخه کې د دواړو هېوادونو اړېکې پراخې شي، نو ځکه یې د افغانستان د صادراتو پر مخ یاد بندر پرانیستی چې سر له سبا به سوداګري پیل شي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، پاکستان په خپلو ټولو بندرونو کې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري او د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیت وضعیت د کروناویروس له خپرېدو وړاندې حالت ته بېرته ګرځولي دي.

پاکستان وايي، هڅه کوي له افغانستان سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري پیاوړې کړي.

دوی دغه راز زیاته کړې اوسمهال یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې پرانیستي او سوداګري یې په عادي شکل مخته روانه ده.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان تر منځ پاتې سوداګريزې لارې په روانه جولای میاشت کې د دواړو لورو تر منځ د یو لړ هوکړو له مخې پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com