امریکا او روسیې د افغانستان پر سوله خبرې کړې دي

24 سرطان 1399 ساعت 12:08

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان کې د سولې پروسې پرمختګ او د تاوتریخوالي د دوام په تړاو خبرې کړي دي.


د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان کې د سولې پروسې پرمختګ او د تاوتریخوالي د دوام په تړاو خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سرګې لاوروف اومایک پامپیو په یوه ټیلفوني اړیکه کې په افغانستان کې د جګړې حل او فصل په اړه بحث کړی.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې افغانستان کې جګړې سخت زور اخیستی دی.

بل خوا په خبرپاڼه کې و یل شوي، دغه راز دواړو په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د روسیې لاسوهنې په اړه د نیویارک ټایمز راپور پر سر هم بحث کړی دی.

نیویارک ټایمز د رواني میلادي میاشتي لومړیو کې د یوه راپور په خپرولو سره مدعي شو، چې د روسیې استخباراتو په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي دي، خو روسیې بیا دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com