افغانستان کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی دی

24 سرطان 1399 ساعت 12:10

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي، چې څه ډول وژل شوی دی.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي، چې څه ډول وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون ویلي، ۲۴ جوزیف ترینت البا د تېري یکشنبې په ورځ د افغانستان په کندهار ولایت کې وژل شوی دی.

د پینتاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی په جګړه کې نه دی وژل شوی، خو وايي، د دغه پوځي د وژل کېدو په اړه پلټنې دوام لري.

البا په ۲۰۱۸ م کال د جنوبي کلیفورنیا له فانګوارډ پوهنتونه په ارواپوهنه کې لیسانس اخیستی و او د لیسانس له ترلاسه کولو لږ وروسته پوځ ته لاړ.

د دغه پوځي له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانود  تلفاتو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

تېر کال په افغانستان کې ۲۶ امریکايي پوځیان وژل شوي وو چې د ۲۰ تنو وژل کېدا له جګړې سره تړاو درلود.

د سږ کال د فبرورۍ په پای کې طالبانو له امریکا سره موافقه وکړه چې دا ډله به نور پر امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو حملې نه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129508

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129508/

جمهور
  https://www.jomhornews.com