امریکايي جنرال:

پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکا باید سرتېری ونه باسي

24 سرطان 1399 ساعت 12:12

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او په اروپا کې د ناټو پخوانی جګپوړی قوماندان جېمز ستاوریدیس وايي، پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکایي سرتېری باید له افغانستان څخه وایستل شي.


د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او په اروپا کې د ناټو پخوانی جګپوړی قوماندان جېمز ستاوریدیس وايي، پر طالبانو باور نه دی پکار، امریکایي سرتېری باید له افغانستان څخه وایستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی په دې باور دی، چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه راټیټ نه کړي ځکه چې طالبان د امریکا د اعتماد په ګټلو بریالي شوي نه دي.

جنرال ستاوریدیس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې امریکايي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د پوځيانو وتل ودروي.

دغه پخوانی امریکايي پوځي وایي چې پر طالبانو هغه وخت اعتماد کیدای شي چې دغه ډله تاوتریخوالی ختم او د افغانستان له منتخب حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.

د یادونې ده، چې امریکا د روان عیسیوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې موافقنامه لاسلیک کړه.

د دې سند له مخې، د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان ووځي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان دېره دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129509

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com