امریکا په افغانستان کې له پنځو نظامي اډو خپل سرتېري ایستلي دي

24 سرطان 1399 ساعت 15:22

امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس، امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.


امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس، امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، امریکايي ځواکونه په څلور ولایتونو کې له پینځو نظامي اډو وتلي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې وروسته تر هغه چې د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، امریکايي سرتېري وتلي دي.

بل خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي، دغه جنګي ځواک به له تروریستي ډلو سره خپلې مبارزه جاري ساتي او ورسره به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې، اکمال او ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او په ټوله کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۲ زره تنو ته راټیټ شوی دی.

د سولې په هغه هوکړه کې چې امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړې راغلي، چې باید په ۱۳۵ ورځو کې تاوتریخوالی کم او د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل شي، خو لا هم هغه ژمنې ندي عملي شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 129515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com