افغان حکومت وایي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی ښيي، چې دغه ډله سولې او د سولې خبرو ته ژمنه نه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن سه شنبې د چنګاښ ۲۴ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او د خلکو له کلیو او کورونو د جګړې د سنګرونو په توګه کار اخلي.
دی وايي، په هېواد کې د ملکي تلفاتو او سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي.
هغه طالبان له امریکا سره د شوي تړون پر نه عملي کولو هم تورن کړل، ځکه په وینا یې طالبانو د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه زندانیان لا هم ټول نه دی خوشي کړي.
د صدیقي په وینا طالبانو تر اوسه ۶۹۰ زندانیان خوشي کړي، چې په دې کې ۱۷۵ یې ملکي وګړي دي.
نوموړی و ویل، دا ثباتوي، چې د طالبانو هغه ادعا کې وايي، دوی سره ۱۰۰۰ حکومتي بندیان دي حقیقت ونه لري.
صدیقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان حکومت د طالبانو نږدې ۴۲۰۰ بندیان خوشې کړي او د پاتې ۵۹۲ نورو هغو د سرنوشت په اړه اوس څه نه شي ویلی.
جمهورخبري آژانس:کابل