د ولسي جرګې د غړې حبیبه دانش زوی نیول شوی دی

24 سرطان 1399 ساعت 15:35

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د یوې غړې حبیبه دانش زوی زبیر چې مشهور په (عقاب تخار) دی نیولی دی.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د یوې غړې حبیبه دانش زوی زبیر چې مشهور په (عقاب تخار) دی نیولی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع نن سې شنبه د چنګاښ ۲۴ مه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې  زبیر (عقاب تخار) عدلي او قاضايي ارګانونو ته معرفي شوی دی.
 
په دې وروستیو کې د زبیر مشهور په (عقاب تخار) لخوا د کابل ښار په ځینو سیمو کې د غیر قانوني وسلې ګرځولو او ډزو له امله خلکو شکایتونه کړي و.
 
خو زبیر دانش پر خپل فېسبوک پاڼه پر ده لګول شوي تورنه بې اساسه بللي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com