ولسمشرغني او د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان د افغانستان په اړه خبرې کړې

25 سرطان 1399 ساعت 8:22

ولسمشر غني په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکینزي د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.


ولسمشر غني په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکینزي د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مکینزي پرون سه شنبې د چنګاښ۲۴ مه کابل ته راغلی او په ارګ کې یې له ښاغلي غني سره لیدلي دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني او مکینزي د افغانستان د سولې پر پروسې، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې.

جنرال مکینزي ویلي، له افغانستان سره د امریکا ملاتړ او همکاري به دوام ولري، تر څو دغه هېواد بیا د ترهګرۍ په خوندي ځاله بندل نه شي.

هغه زیاته کړې« د دې لپاره راغلی یم چې تاسو او د افغانستان خلکو ته ډاډ درکړم چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ او همکاري پرخپل ځای ده او موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو، چې افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.»

د خبرپاڼې پر اساس، ولسمشر غني جنرال مکینزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ګډ امنیتي مشارکت د پیاوړتیا له امله د هغه مننه وکړه.

ښاغلي غني ویلي، سوله د افغانستان د خلکو له اساسي غوښتنو او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.

جنرال مکینزي پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې له یوې خوا د سولې د بین الاافغاني خبرو د پیلېدو آوازې ګرمې دي او له بلې خوا جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129539

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129539/

جمهور
  https://www.jomhornews.com