جوبایډن:

طالبان د افغانستان کورنۍ ستونزه ده، خپله یې د حل کړي

25 سرطان 1399 ساعت 8:29

د امریکا ولسمشریزه ټاکنو ته مخکښ نوماند جوبایډن هم ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ستونزه د افغانستان کورنۍ ستونزه ده او خپله یې باید سره حل کړي.


د امریکا ولسمشریزه ټاکنو ته مخکښ نوماند جوبایډن هم ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ستونزه د افغانستان کورنۍ ستونزه ده او خپله یې باید سره حل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن ویلي، د افغانستان د کورنیو ستونزو په حل کې باید امریکايي سرتېري بوخت نه وي.

د امریکا د دیموکرات ګوند نوماند جوبایډن ټینګار کړي، چې طالبان او له حکومت سره یې کشمکش د افغانستان کورنۍ ستونزه ده او باید دوی یې پخپله حل کړي.

نوموړي ویلي، نه غواړي چې د نورو د کورنۍ ستونزې د حل لپاره امریکایي عسکر ولېږي.

د یادونې ده، چې د امریکا اوسنی ولسمشر دونالډ ټرمپ هم په دې باور دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو خپلمنځي ستونزه ده او امریکا به په دې منځ کې د پولیس دنده نه ترسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129540

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129540/

جمهور
  https://www.jomhornews.com