استرالیايي ځواکونو په قصدي ډول کندهار کې ۱۰ ملکیان وژلي

25 سرطان 1399 ساعت 12:55

په اسټرالیا کې اې بي سي خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسټرالیايي ځواکونو کندهار کې د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه ۱۰ ولسي وګړي وژلي دي.


 په اسټرالیا کې اې بي سي خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسټرالیايي ځواکونو کندهار کې د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه ۱۰ ولسي وګړي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۲ کال کې په کندهار کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې په هغه کې یې د عیني شاهدانو له قوله په قصدي توګه لس ولسي وګړي وژلي دي.

عیني شاهدان او اسټراليايي سرچینې بیا دا هم وایي چې په دې عملیاتو کې څو کسه طالبان هم وژل شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسټرالیايي ځواکونو په اړه دغه ډول راپورونه خپرېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د دغه هېواد عسکر په اروزګان کې د ګڼو ملکي وګړو په وژلو تورن دي او همدا راز په دې مجرم پېژندل شوي چې په افغانستان کې یې د هتلر د واکمنۍ بیرغ پر خپلو ټانکونو ګرځولی و.

د استرالیا حکومت بیا تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې دغه ډول تورونه به په هر اړخیزه توګه څېړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129553

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com