د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د سقوط مخه ونیول شوه

26 سرطان 1399 ساعت 6:59

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو د زابل د ارغنداب ولسوالۍ لپاره بریدونه پیل کړي و، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.


سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو د زابل د ارغنداب ولسوالۍ لپاره بریدونه پیل کړي و، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال زیاتوي، چې په لوی شمېر کې طالبانو پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۵ مه سهار وختي د ارغنداب ولسوالۍ په مرکز بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو غوښتل ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو افغان ځواکونو یې پر وړاندې مقاومت کړی او طالبان یې پر شاه تمبولي دي.

د هغه په وینا دا چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وو نو ځکه  ۴ تنه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د والي ویاند د افغان ځواکوانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 129566

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129566/

جمهور
  https://www.jomhornews.com