کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

26 سرطان 1399 ساعت 7:21

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۵ مه هغه مهال رامنځ  ته شوې، چې پاکستاني ځواکونو فرضي کرښې ته څېرمه تحرکات پیل او پر کونړ یې توغندي وویشتل.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمېم وايي، نښه شاوخوا یوه بجه پیل  شوه، چې څو ساعته یې دوام وکړ.

نوموړی وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې  په نښته کې  پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې  پاکستاني لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

د یادونې ده، دا د پاکستان لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې وړاندې یې هم په فرضي کرښه په ورا وار د تحرکاتو د پیل تر څنګ توغندي ویشتي او ان د افغان ځواکونو سره یې جګړه کړې.

خو په دې وروستیو کې چې د افغانستان د سولې پروسه او د بین الاافغاني خبرو د پیل مسله خورا ګرمه شوې، پاکستان یو ځل بیا د ډیورنډ په فرضي کرښې زیات تحرکات پيل کړي، چې سخت غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

تازه یې د ننګرهار دوربابا په څڅوبي سیمو کې هم د ډیورنډ پر فرضې کرښې نوې دروازه جوړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com