د امریکا دفاع وزارت:

د دې وخت رارسېدلی، چې تاوتریخوالي کم او بین الاافغاني خبرې پیل شي

26 سرطان 1399 ساعت 7:47

امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان کې له پنځو پوځي اډو د خپلو سرتېرو د ایستلو خبر تایید کړی دی.


امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان کې له پنځو پوځي اډو د خپلو سرتېرو د ایستلو خبر تایید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جانټن هافمن ویلي، له طالبانو سره د شوې هوکړې پر بنسټ افغانستان کې له پنځه اډو څخه خپل ځواکونه ایستلي او یادې اډې یې افغان لوري ته سپارلې دي.

نوموړي زیاته کړې، دوحه کې د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ لاسلیک شوې هوکړه کې ژمنه شوې وه چې امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې له خپلو پنځه اډو څخه سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به د خپلو پوځیانو شمېر راکموي.

د هافمن په وینا په دغه کار سره  امریکا خپل مسوولیت ادا کړی دی او اوس د تاوتریخوالي کمښت او بین الافغاني خبرو پیل وار دی څو په پایله کې یې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، امریکا به په افغانستان کې د خپلو او متحدینو د ګټو ساتلو لپاره اړین ظرفیتونه او سرتېري وساتي، څو له نړیوالو ترهګرو سره جګړه او افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com