۰
جنرال نېکولسن:

که امریکايي ځواکونه و وتل، افغانستان به طالبانو او روسیې ته پاتې شي

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
ځینې مخکني امریکايي پوځي چارواکي روسیه په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورونوي وايي، که امریکا ځواکونه له افغانستان څخه و وتل، دغه هېواد به طالبانو او روسیې ته پاتې شي.
که امریکايي ځواکونه و وتل، افغانستان به طالبانو او روسیې ته پاتې شي
ځینې مخکني امریکايي پوځي چارواکي روسیه په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورونوي وايي، که امریکا ځواکونه له افغانستان څخه و وتل، دغه هېواد به طالبانو او روسیې ته پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره په افغانستان کې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن په یوه مقاله کې واشګټن پوست ته کړې ده.

نوموړي په دغه مقاله کې په ټینګار سره لیکلي، که امریکایي ځواکونه ټول له افغانستان نه ووېستل شي افغانستان به طالبانو او روسیې ته پاتې شي چې په خبره‌یې دا به ګرانه تمام شي.

نېکولسن په مقاله کې ادعا کړې، روسیې د طالبانو له لوري د جګړې د دوام او له افغانستان نه د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د وتلو په برخه کې د نفوذ ترلاسه کولو په نیت کوچنۍ وسلې، مهمات او پیسې چمتو کړي.

ده په مقاله کې ویلي، په افغانستان کې د ده د مأموریت پر مهال په شمالي ولایتونو کې د والیانو له لوري یې دفتر ته، له وسله‌والو طالبانو داسې نیول شوې وسلې وروړل شوي چې روسي وې.

په مقاله کې راغلي چې روسیې له طالبانو په دا شان ملاتړ سره د افغانستان د سولې پروسه، د ناټو او امریکایي ځوانو د شتون مشروعیت او د دوی سرتېري په خطر کې اچولي دي.

‎نېکلسن په خپلې دې مقاله کې ټینګار کړی چې امریکا باید تر هغه له افغانستان نه خپل ځواکونه ونه ‌باسي تر کومه چې طالبانو له افغان حکومت سره سوله او خپلې ژمنې یې نه‌ وي عملي کړي.

دی وايي، د دوی جګړه به په افغانستان کې هغه مهال پای ته ورسېږي کله چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني، خو په خبره ‌یې په دې وروستیو کې چې د سولې په بهیر کې څومره هم پرمختګ کېږي طالبان هومره تاوتریخوالی زیاتوي.

‎دی ادعا کوي چې د دې تاوتریخوالي د کچې د لوړولو ملاتړ هم روسیه کوي ‎خو طالبان بیا د جنرال جان نېکلسن خبرې رد کړې او دا یې پروپاګند بللی دي.

طالبانو ویلي، دوی تر دې دمه په جګړه کې هېڅ ډول مډرنه وسله نه ده کارولې، او ورسره وسلې هم یا د افغانستان له پخوانیو جګړو ورپاتې دي او یا یې هم د افغان ځواکونو څخه نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي