امریکا د داعش په تمویلوونکو بندیزونه لګولي دي

26 سرطان 1399 ساعت 21:27

امریکا پر هغو شرکتونو او خیریه بنسټونو بندیز لګولی چې د دوی په خبره افغانستان او سوریه کې داعش ډلې ته مالي امکانات برابروي.


امریکا پر هغو شرکتونو او خیریه بنسټونو بندیز لګولی چې د دوی په خبره افغانستان او سوریه کې داعش ډلې ته مالي امکانات برابروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو په پوه ګډه پرېکړه کې ویلي، افغانستان کې یو خیریه بنسټ او په سوریه او عراق کې یې ګڼ شرکتونه تور لېست ته اچولي او ددوی شتمني یې کنګل کړې ده.

په اعلامیه کې افغانستان کې د هغه موسسې نوم چې بندیز یې پرې لګولی او تور لیست ته یې شامل کړی موسسه نجات یاد کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټینګار سره وایي، دغه بنسټونو په یادو هېوادونو کې داعش ډلې ته مالي امکانات برابرول.

اعلامیه کې زیاته شوې موسسه نجات د داعش د خراسان ډلې په استازیتوب په قطر، متحده عربي امارات، عراق او یو شمیر نورو هیوادونو کې مالي ملاتړ کاوه.

سرچینه زیاتوي، لومړی به دغه پیسې د بانکي سیستم له طریقه خلیج نه اسیا ته لیږدول کیدو او بیا به د نجات موسسې په جلال اباد کې  د داعش پر مشرانو ویشل.

راپورونه د سرچینې له قوله لیکې چې ډیری عربي هېوادونه هم باید د امریکا ددغه بندیزونو ملاتړ وکړي.

سرچینې ویلي، عربي هېوادونه هم باید په لېست کې راغلو بنسټونو او شرکتونو ته په خپلو هېوادونو کې د فعالیت اجازه ور نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129620

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129620/

جمهور
  https://www.jomhornews.com