د ترکیې یوه پوځي الوتکه لوېدلې، ۷ تنه په کې وژل شوي

26 سرطان 1399 ساعت 21:33

ترکي رسنۍ وایي، د دې هېواد یوه نظامي الوتکه غورځیدلې او ګڼو ترکي پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


ترکي رسنۍ وایي، د دې هېواد یوه نظامي الوتکه غورځیدلې او ګڼو ترکي پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه نن پنشنبې د چنګاښ ۲۶ مه د دې هېواد په وان ولایت کې لوېدلې ده.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی معلوم خو ۷ تنه په کې وژل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تایید کړې او په خبره یې په وژل شوو کسانو کې دوه یې پولیس افسران او پاتې پنځه یې پيلوټان وو.

ډير کله دا ډول پېښې دهوا دخرابوالي او یاهم دپيلوټ د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي خو د ترکیې حکومت وایي د پېښې په اړه یې څیړنې پيل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129621

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129621/

جمهور
  https://www.jomhornews.com