۰

افغان حکومت ۵۰ نور طالب زندانیان له بنده خوشي کړل

جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت د وسله والو طالبانو ۵۰ نور بندیان هم له زندانونو خوشي کړي دي.
افغان حکومت ۵۰ نور طالب زندانیان له بنده خوشي کړل
د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت د وسله والو طالبانو ۵۰ نور بندیان هم له زندانونو خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویلي، دا کسان چې پرون د طالب بندیانو د تبادلې په لړۍ کې خوشې شوي دي په هغو بندیانو کې نه دي شامل چې حکومت وايي خطرناک جرمونه یې کړې دي.

د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو د خوندیتوب څانګې مشر انتظار خادم وايي، چې د بندیانو د خوشې کولو په مسئله کې د افغان حکومت دریځ نه دی بدل شوی.

د بندیانو د تبادلې بهیر وروسته له هغه لانجمن شو چې افغان حکومت وویل، د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې سره سم د بندیانو د تبادلې په لړۍ کې هغه شاوخوا شپږ سوه طالب بندیان نه خوشې کوي چې درانه جرمونه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر هم تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناسته کې هم و ویل، چې ۶۰۰ بندیان نه خوشي کېږي.

د هغه په وینا افغان حکومت تر اوسه ۴۴۰۰ بندیان خوشي کړي، چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع پرې وه، خو ۶۰۰ بندیان چې دوسیې لري اجماع نه ده پرې راغلې او په اړه به یې راتلونکې کې پرېکړه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي