ولسمشر غني او د امریکا د ملي امنیت سلاکار:

تاوتریخوالی باید کم او بین الاافغاني خبرې د ژر پیل شي

28 سرطان 1399 ساعت 8:06

افغان ولسمشر محمد اشرف او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر افغان سوله خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تلېفوني مکامله پرون جمعه د چنګاښ ۲۷ مه شوې، چې په کې دواړو لورو د سولې د پروسې، د تاوتریخوالي پر کموالي، د بین الاافغاني خبرو پر پیل او د زندانیانو پر خلاصون خبرې کړې دي.

ارګ وايي، دواړو لورو د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره باید تاوتریخوالی راکم او بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین ویلي، د امریکا متحد ایالتونه د یوه متحد، خپلواک او واحد افغانستان، چې بیا د تروریستانو په خوندي پټنځای بدل نه شي، ملاتړ کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په ټوېټر پاڼه لیکلي، په مکالمه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه هم خبرې وشوې، او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.

دی وايي، ولسمشر غني او ښاغلي اوبراین په ټېلفوني خبرو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده، ویې ویل چې باید په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره تشدد ودرول شي.

د قطر د موافقې پر اساس طالبانو باید تشدد کم کړی وای خو د افغان چارواکو په وینا طالبانو د موافقې خلاف تشدد ته زور ورکړی دی.

په ورته وخت کې د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره یې خبرو کې د تاوتریخوالي په کموالي، د بندیانو پر تبادلې او بین الاافغاني خبرو پر پیل خبرې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com