غزني کې د طالبانو بریدونه مات او ۱۰ تنه یې وژل شوي

28 سرطان 1399 ساعت 8:39

پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تندر قول اردو نن شنبې د چنګاښ ۲۸ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، طالبانو په مرکز او خوږیاڼو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو له بریدونو سره سم افغان ځواکونه هم لاس په کار شوي او د هوايي ځواک په ملتیا یې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي.

سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د غزني په سفندې سیمه او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 129646

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com