ولسمشرغني:

که چا د ملي دسترخوان پروګرام پیسو کې فساد وکړ ځړوم یې

28 سرطان 1399 ساعت 14:05

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړ، چې که هر چا د ملي دسترخوان پرواګرام پیسو کې فساد وکړ، له پښو به یې راوځوړوي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړ، چې که هر چا د ملي دسترخوان پرواګرام پیسو کې فساد وکړ، له پښو به یې راوځوړوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن شنبې د چنګاښ ۲۸ مه د ارګ له خوا د ملي دسترخوان پراګرام پرانستلو مراسمو کې وینا کوله و ویل، داسې اطلاعات دي، چې یو شمېر ولسوالان هڅه کوي، د دغه پروګرام یوه برخه پیسې دوی ته ورسېږي.

ولسمشر چارواکو ته د ګواښ په ډول زیاته کړه« له یو څو ځایونو راته خبرتیا رسېدلې وه چې یو شمېر ولسوالانو غوښتل چې یوه برخه د پیسو دوی ته ولاړه شي، که مخ مي دي ولیده له پښو نه مو ځړوم.»

ښاغلي غني وايي، د بېوزلو له پیسو نه چې څوک ورته ګوري او خپل جېب کې ډکوي، دا نه یوازې له ولس سره خیانت دی بلکې له خدای ج سره هم خیانت دی.

نوموړي و ویل، چې افغان حکومت په پوره توان سره په دغه برخه کې د فساد مخنیوي ته ژمن دی خو په وینا یې که چیري په دې برخه کې فساد وشي د نورم او ستندرد ادارې د رئیس کسیه به تکرار کړي.

د نورم او ستندر ادارې مشر او یو شمېر نور چارواکي تیره اونۍ په ادارې فساد کې د لاس لرلو له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول.

دغه راز ښاغلي غني زیاته کړه، چې خلکو سلګونه مجرمین پېژندل، چې په وینا یې محسوسآ د ولسي جرګې د غړو اولادونه دي او نور د وزارتونو په شعبو کې د مجرم لیدل د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی.

هغه و ویل«د وزارتونو په اطاقونو کې د مجرمینو لیدل د افغانستان د ملت سپکاوی دی، مجرمین محسوساً د پارلمان د محترمو غړو زامن دي، موږ او پلار یې باید لومړی مسؤل وي چې زامن یې... غله او برید کوونکي نه دي. هر څوک چې داسې اولاد تربیه کوي له ملت څخه دي بخښه وغواړي.»

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې حکومت په پوره قاطعیت سره خپل پروګرام پلي کوي او هر څوک چې ډزې وکړي په جزا به ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع وویل چې د ولسي جرګې د یوې غړې زوی چې په «عقاب تخار) مشهور دی د عامه نظم د اخلال او ډزو په تور نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 129659

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129659/

جمهور
  https://www.jomhornews.com