د افغان ځواکونو د روزنې یوه میلیوني پروژه له ستوزو سره مخ شوې

28 سرطان 1399 ساعت 14:14

امریکایي رسنۍ راپور ورکوي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره ۱۷۴ میلیون ډالري پروژه له ستونزو سره مخ شوې ده.


امریکایي رسنۍ راپور ورکوي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره ۱۷۴ میلیون ډالري پروژه له ستونزو سره مخ شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپانې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د څار ادارې یا سیګار له قوله لیکلي چې امریکا د افغان ځواکونو د هوایي برخې د روزنې او تجهیز لپاره د ۱۷۴ میلیونو ډالرو پروژه پيل کړه.

خو په وینا یې اوس داسې ښکاري چې دغه پروژه ډېره اغېزناکه نه ده او له ستونزو سره مخ ده.

د سیګار راپور وایي، د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی شوی، خو د بې پيلوټه الوتکو د کارونې او اخیستنې لپاره ځانګړې شوې پروژه له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

راپور کې ویل شوي، افغان ځواکونه له بې پيلوټه الوتکو استفاده کوي، خو نړیوالو معیارونو ته پام نه کوي.

نیویارک ټایمز بیا وایي چې که له طالبانو سره د هوکړې مطابق امریکایي ځواکونه او روزونکي له افغانستان وځي نو ښایي دغه پروژه د معلوماتو د کموالي او روزنکو د نشتوالي له امله له ناکامۍ سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129661

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129661/

جمهور
  https://www.jomhornews.com