اسدالله خالد د دفاع او مسعود اندرابي د کورنیو چارو نوماند وزیران ټاکل شوي

29 سرطان 1399 ساعت 7:51


د ولسمشر غني د جلا جلا فرمانونو پر اساس اسدالله خالد دفاع وزارت ته او مسعود اندرابي کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیران ټاکل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دواړه نوماند وزیران به ډېر ژر د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي شي.

د یادونې ده، چې خالد او اندرابي کابو له تېرو دوه کلونو راهیسې د یادو وزارتونو د سرپرستانو په توګه دنده تر سره کوي او هغه مهال هم ولسمشر پارلماني چارو وزارت ته دنده سپارلې وه، چې دواړه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي، خو د نامعلومه دلایلو له امله تر اوسه نه دي معرفي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اساسي قانون له مخې یو وزارت او یا یوه اداره له دوه میاشتو زیات د سرپرست له خوا نه شي اداره کېدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 129675

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129675/

جمهور
  https://www.jomhornews.com