د کابل قرباغ کې دوه پولیس وژل شوي دي

29 سرطان 1399 ساعت 7:55

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل قرباغ ولسوالۍ کې دوه پولیس د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل قرباغ ولسوالۍ کې دوه پولیس د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ  ۲۸ مه د کابل د قرباغ ولسوالۍ په قلعه موسی په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د قرباغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ویلي، موټر سایکل سپرو وسله والو دوه تنه پولیس په ډزو وژلي او په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com