بلوچستان کې ۸ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

29 سرطان 1399 ساعت 8:00

بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته کې ۸ تنو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته کې ۸ تنو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا نښته د بلوچستان په ماشکیل سیمه کې رامنځ ته شوې او څلور ساعته یې دوام کړی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله هم د پېښې پخلی کړی ویلي یې دي، چې نښته د قاچاق کوونکو سره شوې ده.

دی وايي، په دغه نښته کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، چې وزیر په خبره د دوه تنو روغتیايي حالت نازک دی.

بلوچستان په دې وروستیو کې د ورته ګڼو پېښو شاهد دی چې د ډېریو پړه یې بلوڅ بیلتون غوښتونکو پر غاړه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com