سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د سروبي او د زابل ولایت د نوبهار ولسوالیو امنیه قوماندانان په جلا جلا ماین چاودنو کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیا د سروبي ولسوالۍ امنیه قوماندان ساتنمن دریاخان نن یکشنبې د چنګاش ۲۹ مه او د زابل د نوبهار امنیه قوماندان صاحب جان بیا پرون وژل شوی دی.
د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي، د سروبي امنیه قوماندان دریا خان نن سهار وختي یوې امنيتي پوستې ته چې د طالبانو تر بريد لاندې وه، د مرستې لپاره ور روان و.
نوموړی زیاتوي، چې د لارو په اوږدو کې د امنیه قوماندان دریاخان په هاموي موټر د سړک د غاړي خښ شوي ماین چاودنه کړې او هغه یې له دریو ساتونکیو سره وژلی دی.
د یادونې ده، درياخان د تېرو اتلسو کلونو راهيسې په مختلفو نظامي ارګانونو کې دنده ترسره کړې وه او د وروستيو دوو کلونو راهيسې د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د امنيه قوماندان پاتې شوی و.
بلخوا د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ امنیه قوماندان صاحب جان هم پرون ناوخته د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حقبیان پر خپل فېسبوک پاڼه د نوموړي مړینه تائید کړې ده.
تر اوسه د دې بمي چاودنو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.
جمهورخبري آژانس:کابل