د ملګرو ملتونو عمومي منشي:

د نړۍ ځواکمن هېوادونه د ملګرو ملتونو سازمان سره همکار نه دي

29 سرطان 1399 ساعت 11:22

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د نړۍ په ځواکونو هېوادونو له دې امله نیوکه کړې، چې په وینا یې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان سره همکار نه دي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د نړۍ په ځواکونو هېوادونو له دې امله نیوکه کړې، چې په وینا یې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان سره همکار نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش لند کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان په یوه وخت کې له ګڼو جنجالونو او کشمکشونو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه د ملګرو ملتونو له نړیوال سازمان سره همکار نه دي او له کرونا سره د مبارزې په دې حساسو شرایطو کې یې په خپلو کې ناندرۍ پیل کړې دي.

دی وايي، کرونا د دې لامل شوه چې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو اصلي کمیت او کیفیت نړیوالو ته روښانه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاتوي،، دې وخت دی چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او اصولو پر نوې تګلاره کار وشي او ځواکمن هېوادونه باید په دې پوه شي چې اوسنی کشمکش او تقابل نړیوالو ته د منلو نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com