امریکا کې افغان سفیره او د ولسمشرغني دوه سلاکاران لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي

30 سرطان 1399 ساعت 8:45

افغان پارلمان په واشګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني او د ولسمشر غني د دوه سلاکارانو په ګډون پنځه تنه د فساد په تور لوی څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.


افغان پارلمان په واشګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني او د ولسمشر غني د دوه سلاکارانو په ګډون پنځه تنه د فساد په تور لوی څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه کسانو تور دی، چې په امریکا کې یې د افغانستان سفارت د دېوال جوړولو په پروژه کې پیسې حیف میل کړې دي.

مشرانو او ولسي جرګې دغه کسان وروسته له هغې څارنوالۍ ته ورمعرفي کړ، چې ویل کېږي د سفارت د دېوال په ۱.۸ میلیون ډالري پروژه کې یې پیسې حیف میل کړې دي.

لومړی د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په دې اړه پلټنې وکړې او تر پلټونو وروسته یې د ولسمشر غني دوه سلاکارران همایون قیومي او شاد محمد څرګند، د قیومي سکرتر او د څرګند زوم څارنوالۍ ته معرفي کړل.

د دغه کمېسیون رییس حسیب کلیمزي د مشرانو جرګې په پرونۍ (شنبې د چنګاښ ۲۹مه)  ناسته کې ویلي، د مالیې وزارت پخواني سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي، د ولسمشر بل سلاکار شاد محمد څرګند، د قیومي سکرتر او د څرګند زوم فساد کړی دی.
د نوموړي په خبره، کمېسیون پرېکړه کړې څو یاد څلور چارواکي لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم دا کار د ملت په حق کې ستره جفا بللې ده.

نوموړي دغه راز له ولسمشر او څارنوالي څخه د بشپړې او بې طرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.
 
تر مشرانو جرګې وروسته وروسته ولسي جرګې هم په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني او د ولسمشر غني دوه ارشد سلاکاران همایون قیومي او شاد محمد څرګند لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 129705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com