د صدام حسین د دفاع وزیر مړ شوی

30 سرطان 1399 ساعت 9:31

د صدام حسین د دفاع وزیر سلطان هاشم په زندان کې د زړه د سکتې له امله مړ شوی دی.


د صدام حسین د دفاع وزیر سلطان هاشم په زندان کې د زړه د سکتې له امله مړ شوی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې عراقي رسنیو د سلطان هاشم مړینه تایید کړې، وايي، نوموړی تېءه شپه د ناصریه ښار په الحوت زندان کې مړ شوی  دی.
 
سلطان هاشم یوې محکمې په اعدام محکوم کړی و، خو د ځینو کړیو د اختلاف له امله یې اعدام ځنډېدلی و، خو لغوه شوی نه وو.

هغه د صدام د واکمنۍ پر مهال پیاوړی پوځي جنرال و، چې د عراق د پوځي پیاوړتیا لپاره یې هغه مهال مهم کارونه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129711

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129711/

جمهور
  https://www.jomhornews.com