د مرکزي بانک سرپرست اجمل احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي شو

30 سرطان 1399 ساعت 11:40

راپورنه وايي، د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون د مرکزي بانک سرپرست احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي کړیدی.


راپورنه وايي، د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون د  مرکزي بانک سرپرست احمدي هم لویې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر زلمي زابلي ویلي، احمدي له یوې نیمې میاشتې راهیسې د قانون خلاف په مرکزي بانک کې به ادلون بدلون او د ځینو کسانو په لرې  کولو لاس پورې کړی دی.

د یادونې ده، چې پرر اجمل احمدي تر دې مخکې هم نیوکې شوې دي او په ټولنیزو رسنیو کې ترې ګڼ شکایتونه موجود دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو او ولسي جرګې بیا پرون واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني، د ولسمشر سلاکار او د مالیې پخوانی سرپرست وزیر او د هغه سکرتر، د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند او د هغه زوم، په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په ۱.۸ میلیون ډالري پروژه کې د فساد له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com