د روغتیا وزارت:

په دریو ولایتونو کې د کرونا پېښې زیاتې شوې دي

30 سرطان 1399 ساعت 13:23

د عامې روغتیا وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې د کرونا ویروس ګراف مخ په ښکته کېدو دی، خو په دریو ولایتونو کې دغه پېښې زیاتې شوې دي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې د کرونا  ویروس ګراف مخ په ښکته کېدو دی، خو په  دریو ولایتونو کې دغه پېښې زیاتې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ویاند ډاکتر اکمل سمسور نن دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل کې خبري غونډه کې و ویل، هرات، بادعیس او بامیان هغه ولایتونو دي، چې کرونا په کې مخ په زیاتېدو ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په دغه ولایتونو کې کرونا زیات شوې او خلک باید د دغه ویروس څخه د خوندیتوب لپاره ډېر احتیاط وکړي.

هغه و ویل« کوم ارقام چې موږ تجزیه او تحلیل کړي، په درې ولایتونو هرات، بادغیس او بامیانو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو معایناتو فیصدي لوړه ده.»

دغه راز سمسور وایي، په وروستیو ورځو کې د هیواد روغتونونو ته د مراجعه کوونکي شمېر هم کم شوی، خو ټینګار یې وکړ کوم کسان چې د کرونا علایم ولري باید روغتونونو ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې د عامې  روغتیا وزارت ویاند وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ۴۰ پېښې  ثبت شوې  دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت د ویاند د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۳۵۵۰۳ ته ورسېد.

همدارنګه سمسور وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۱۸۳ تنو ته پورته شوو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله ۲۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۳۶۶۳ تنو ته ورسېد.

د یادونې ده، چې تر اوسه پورې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۰۶۲۰۵ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۴ میلیون نور په اخته شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 129718

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129718/

جمهور
  https://www.jomhornews.com