په ۶ میاشتو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ پېښې ثبت شوې

30 سرطان 1399 ساعت 14:45

د ښځو چارو وزارت وايي، هېواد کې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ پېښې ثبت شوې دي.


د ښځو چارو وزارت وايي، هېواد کې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د یاد وزارت مرسیتالې سپوږمۍ وردګ نن دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال وکړه.

نوموړې و ویل، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتې پېښې په هرات، فاریاب، سرپل، ننګرهار، بغلان، تخار، فراه، بلخ، سمنګان، کندهار او بامیانو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

هغې زیاته کړه«بادغیس کې دوه قتله،، سرپل کې پنځه، څلور د شدید ټپي کېدو، درې د ځان‌وژنې او یوه د صحرايي محکمې، پکتیا کې یوه د شدید ټپي کېدو چې یوه سړي د خپلې میرمنې پوزه پرې کړې او نن یې پلاستکي جراحي کېږي، د قتل یوه قضیه په کابل کې، دوه په لوګر کې، یوه د قتل، یوه د ټپي کېدو او دوه قضیې د ځان وژنې په غور کې، دوه د ځان وژنې، دوه د قتل او یوه د ټپي کېدو قضیه په بامیان کې (ثبت شوي دي.»

د ښځو چارو وزارت مرستیال اغلې وردګ وايي، دایکندي، هرات، جوزجان او بغلان ولایتونو کې هم د قتل څلور قضیې ثبت شوي دي.

په ورته وخت له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونې په برخه کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرسیتالې سینا شنا منصور وايي، د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

نوموړې زیاته کړه، چې د نوعیت له پلوه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په ځینو برخو کې زیات شوی خو په ځینو مواردو کې په کې کموالی راغلی دی.

دې و ویل«په ۱۳۹۸ کې مو په افغانستان کې د جنسي تیري ۷۴ قضیې درلودلې، خو په ۱۳۹۹ کې موږ د جنسي تیري ۱۲۱ قضیې ثبت او ورته مو رسیدنه کړې. په ۱۳۹۸ کې ځان‌وژنې ته د اړ ایستلو ۲۱ قضیې وې په داسې حال کې چې په موږ په ۱۳۹۹ کې ۲۰ قضیې درلودې.»

مېرمن منصور زیاتوي، روان کال کې د ټپي کېدو هغه پېښې چې له امله یې ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړې کابو دوه برابره زیاتې شوي دي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونې په برخه کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر وینا په ۱۳۹۸ کې ۴۶ دا ډول پېښې ثبت
شوې وې چې به روان کال کې ۸۰ ته لوړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129724

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com